Monday, April 16, 2018

د استاد او محصل تر منځ اړیکه

د استاد او محصل تر منځ اړیکه


موخه: د دی لیکنی څخه می موخه په پوهنتونو کی د استادانو او محصلینو تر منځ  اړیکو  پر اهمیت او احتمالی حل لارو چارو باندی رڼا اچول دی.

د استادانو او محصلینو تر منځ شخړی او ترینګلی حالت هر وخت او په هره ټولنه کی موجود وی چی شاید دا شخړی د فیصدی او شدت په لحاظ د  یوی  ټولنی څخه و  بلی ته  توپیر وکړی. په ټولو حالاتو کی محصلین د استادانو او استادان بیا برعکس د محصلینو څخه ناراضه وی. دوی تل یو پر بل د ملامتیا تور لګوی.

استادان شکایت کوی چی محصلین بداخلاقی کوی، ټولګی ته پر وخت نه راځی، کورنی دندی پر وخت نه اجرا کوی، اضافه مطالعه نه کوی، یوازی د ښو نمرو  او حاضری غوښتنه کوی او نه غواړی چی یا خو چانس ورته ورکول سی او یا هم  محروم کړل سی.  په همدی شکل محصلین بیا ادعا کوی چی استادان پر خپل  ټاکلی وخت ټولګی ته نه راځی، پر موضوعاتو باندی حاکمیت نه لری، تدریسی مواد یی سم نه وی، په ازموینو کی یی سوالونه د تدریس او تدریسی موادو سره برابر نه وی، په نمرو  ورکولو او چا ل چلند کی د محصلینو تر منځ  توپیر کوی، د ضرورت په وخت کی صحیح او لازمی لارښوونی نه کوی او  داسی نور. چی په دی لیکنه کی به یوازی د استاد او محصل تر منځ اړیکو پر موضوع باندی بحث تر سره سی.

د نړی په کچه په ښوونځیو او وړکتونو کی د ښوونکو او شاګردانو په اړه خورا ډیری څیړنی تر سره سوی خو برعکس دا کار د پوهنتونو په کچه بیخی هیڅ او یا هم ډیر کم   تر سره سوی دی. افغانستان چی د علمی څیړنو کچه پکښی ډیره ټیټه ده په دی ډګر کی هیڅ هم نه دی تر سره سوی.

د استاد او محصل تر منځ ښی اړیکی خورا مهمی دی.  ښی اړیکی د زده کړی پر بهیر او د  تدریس پر کیفیت باندی ډیری ژوری اغیزی اچوی.  ځینی استادان او محصلین په طبیعی ډول د ښو اړیکو  جوړولو  وړتیا لری (چی دا د دوی د شخصیت د ډول سره ربط لری)  خو ځینی استادان او محصلین بیا د دی وړتیا څخه بی برخی دی او نه سی کولای چی ښي اړیکی جوړي کړی. ځکه نو داسی اشخاص باید د علمی روزنیزو پروګرامونو، مقالو او کتابونو څخه استفاده وکړی تر څو د ښو اړیکو جوړولو په اهمیت پوه او مهارتونه یی زده کړی. 

د نړی په کچه کومی څیړنی چی تر سره سوی دی، داسی ښیی چی د استاد او محصل تر منځ ښی اړیکی لاندی ګټی لری:
1.     د محصل او استاد تر منځ ښی اړیکی د محصلینو د ناکامی کچه راټيټوی
2.     د ټولګی چاپیریال دوستانه، د تدریس او زده کړی کیفیت لوړوی
3.     د بشری هڅو او مالی سرچینو د ضایع کیدلو مخه نیسی
په اوسنی حالت کی زموږ  ټولنه د استاد او محصل تر منځ ښو اړیکو ته تر بل هر وخت ډیر ضرورت لری.  ځکه  زموږ د ټولنی بڼسټ تیرو څو لسیزو جګړو  بیخی له  منځه وړی او د ټولنی د وګړو ذهنیتونه یی ډیر سخت متضرر کړی دی. علاوه پر دی زموږ په ټولنه کی د نورو ستونزو  تر څنګ یوه لویه ستونزه دا ده چی زیاته فیصدی محصلین او یو څه برخه استادان  د ځینو محدودیتونو له امله په دی نه دی توانیدلی چی د خپلی علاقی او خوښی پر بڼسټ دی خپله علمی رشته انتخاب کړی، بلکی د کورنی په خوښه او یا هم  د اقتصادی، ټولنیز فشار او یا هم نورو لاملونو له امله دوی دی ته مجبور سوی چی د دوی د خوښی خلاف یوه رشته انتخاب کړی. چی دا  کار د  نه  زده کړی، ستړیا، نا رضایت، او بالاخره د ګیلو او شخړو سبب ګرځی.
هر هغه کار چی د شوق او علاقی له مخی  تر سره نه سی  هغه کار د انسان روان نه خوشحالوی  بلکه یوازی  یی مادی اړخ بشپړوی. په حقیقت کی انسان باید هغه څه وکړی چی مینه ورسره لری. ځکه چی  دا ډول کار اجرا کول انسان د بریا پر لوری بیایی. دوی به خپل د خوښی په کار کی  ډیری زیاتی لاسته راوړنی ولری. د دی کار  څخه به ډیر خوند اخلی. په دی کار کی به د هیڅ ډول ستړیا احساس هم  و نه کړی. که څه هم پر دی سترګی نه سو پټولای چی د ژوندی پاته کیدلو لپاره مادیاتو ته ډیر زیات ضرورت سته خو په هغه کار کی چی یوازی مادی اړخ په نظر کی نیول سوی وی هغه انسان ته بری نه ور په برخه کوی.

محصلین هم په همدی شکل د خپلو کورنیو له لوری دی ته مجبوریږی چی دوی به خامخا طب او یا هم انجینری لولی. ځکه د دوی د کورنیو په فکر همدا مسلک یو څه دروند او وزنداره مسلک دی. او فکر کوی چی یوازی په همدی مسلک کی ښی پیسی پیدا کیږی. حال دا چی موږ باید د لومړی سره علم  یوازی د پيسو پیداکولو په نیت زده  نه کړو ځکه د پیسو د پیداکولو لپاره ډیری نوری لاری چاری سته. او په همدی شکل د طب او انجنیری تر څنګ نور مسلکونه هم ځان ته خپل ارزښت لری. هر یو یی د ټولنی د  ضرورتونو  پر اساس په وجود راغلی.

یوه ښه  او بشپړه ټولنه  هغه ده چیری چی ټول مسلکونه د ضرورت پر اساس پکښی تنظیم سوی وی. داسی نه سی کیدلای چی د یوی ټولنی ټول خلک دی ډاکتران او یا هم انجینران و اوسی. د نن ورځی د دولتی او غیری دولتی ادارو  د ټیټو  او بی کیفیته خدماتو  وړاندی کولو  یو عمده علت هم همدا د نه مسلکیتوب ستونزه ده. په کومو پوسټونو کی چی باید د بشری سرچینو کارپوهان کار وکړی بدبختانه د طب ډاکتران  او یا هم انجنیران کار پکښی کوی.  

علاوه پر دی په افغانستان کی د تیرو شاوخوا  ۱۵ کالو راهیسی یوازی او یوازی د کمیت (یوازی د محصلینو شمیر زیاتیدلو ته توجه سوی) په برخه کی کار تر سره سوی. که څه هم دا کار د ټولنی د ضرورت پر اساس تر سره سوی دی خو پایله یی دا ده چی اوس مهال د افغانستان په زیاتو پوهنتونو کی د محصلینو شمیر د استادانو په نسبت ډیر دی چی دی حالت د زده کړی پر کیفیت باندی ډیر زیات منفی تاثر اچولی دی. د استادانو د کمښت تر څنګ د پوهنتونو فزیکی چاپیریال هم سم نه دی. د محصلینو لپاره تفریحی پروګرامونه، علمی او روزنیز ورکشاپونه، سیالی، سمینارونه او داسی نور روزنیز پروګرامونه پکښی ډیر کم او یا هم بیخی نسته. یوازی او یوازی ټولګی، چپټر، او امتحانونه دی او بس، چی دا کار په خپل وار سره د محصلینو پر تشویق او زده کړی باندی منفی تاثر کوی.

 دا چی اوس مهال د هیواد پوهنتونونه د کمیت په لحاظ پوره سوی ځکه نو د لوړو زده کړو وزارت او  پوهنتونونه د کیفیت د ښه کولو لپاره لاس په کار سوی دی. د  لوړو زده کړو د کیفیت د ښه کولو او لوړاوی لپاره د نورو معیارونو تر څنګ یو ځانګړی معیار هم د استاد او محصل تر منځ  د اړیکو معیار دی. اوس پوښتنه دا ده چی د دی معیار د پوره کولو لپاره باید څه وسی؟ دا چی اړیکی ډیر مهم رول لوبوی ځکه نو باید ډیره زیاته توجه هم ورته وسی.

څه باید ترسره سی؟

تعلیم او تربیه د غربت او  بی عدالتی د راټیټولو لپاره یوه تر ټولو ښه او قوی وسیله شمیرل کیږی. او همدارنګه تعلیم او تربیه د یوی ټولنی لپاره د یوه دوامداره او باثباته اقتصادی پرمختګ بڼسټ جوړوی. ځکه نو د تعلیم او تربیی و کیفیت ته باید تر بل هر شی ډیره زیاته توجه وسی.

دا چی څیړنو ثابته کړی چی د استاد او محصل تر منځ ښی اړیکی د زده کړی پر کیفیت باندی مثبت تاثر کوی ځکه نو په دی برخه کی باید ډیر زیات کار وسی. په حقیقت کی د ژوند ټولی چاری د ښو اړیکو پر بڼسټ مخ ته ځی. د نړی دولتونه، دولتی او غیری دولتی سازمانونه او عام وګړی ټول یو او بل ته د خپلو  بیلابیلو ضرورتونو د پوره کولو په موخه یو له بل سره ښی اړیکی جوړوی.

 خو دا باید په یاد ولرو  چی په هری خپلوی او دوستی کی اړیکی خپل حدود لری چی د دی حدودو پیژندل او مراعتول د دواړو لورو لپاره حتمی او ضروری دی. او د همدی حدودو پیژندل او مراعتول په ټولو چارو کی د وګړو د کامیابی راز جوړوی.

د هری ښی اړیکی بڼسټ باور جوړوی. باور د  رښتینوالۍ، وړتیا، ثبات، وفاداری، پرانیستی نیت  او د اخلاص پر ابعادو ولاړ دی. که چیری د دی ځانګړنو څخه یو  یا  څو  یی په مقابل لوری کی موجود نه وی نو بیا هغه څوک چا ته د باور او اعتبار وړ نسی ګرځیدلای. د خلکو تر منځ باور هغه وخت رامنځ ته کیږی چی دوی یو د بل څخه د تیرایستلو ویره و نه لری.

استادان او محصلین هم د نورو وګړو او نهادونو په ډول یو او بل ته ضرورت لری ځکه نو دوی هم باید خپل تر منځ لاندی موضوعاتو ته جدی پاملرنه وکړی تر څو د دوی تر منځ اړیکی ښی او دوستانه و اوسی.

1.     لومړی: استاد باید خپل ځان د محصلینو په منځ کی د باور وړ وګرځوی تر څو محصلین د تیرایستلو ویره له زړه څخه وباسی. کله چی  د استاد رښتینوالی د محصلینو په وړاندی تر سوال لاندی راسی، نو په داسی حالاتو کی لایق او لیوال محصلین  د زړه له کومی درس ویلو ته زړه نه ښه کوی چی دا نه یوازی د محصل بلکی د ټولی ټولنی په تاوان تمامیږی.
2.     دوهم: استاد هم د نورو مدیرانو په ډول په سازمانو کی د انسانانو سره سر وکار لری ځکه نو دوی هم باید د مدیرانو په ډول بیلابیل مدیرتی مهارتونه ولری. یوازی تخنیکی مهارت (په یوه ځانګړی مضمون باندی پوهیدل) د استاد لپاره کفایت نه کوی بلکه یو استاد باید د هغه تر څنګ انسانی او مفکوروی مهارتونه هم ولری تر څو د ټولګی چاپیریال د زده کړی لپاره اماده او په زړه پوری کړی. استاد باید د تخنیکی پوهی تر څنګ، ښه تحلیل، استدلال، واضح او فصیح ژبه، شفقت او خواخوږی ولری. انسانان په غیری انسانی (چیری چی د انسان ټولنیز او روانی ضرورتونه له پامه غورځول سوی وی) چاپیریال کی د ښی زده کړی توان له لاسه ورکوی. او چیری چی انسانی اړیکی سمی نه وی هلته محصلین د استاد د روش او موضوعاتو څخه منفی استنباط او بالاخره غلط قضاوت کوی. 
3.     دریم: استاد باید هیڅکله پر خپلو محصلینو باندی د خپل زحمتونو احسان وا نه چوی. دا ځکه چی د محصلینو روزنه د استاد دنده ده او نوموړی ته د دی کار په بدل کی دواړه، مادی او معنوی امتیازات ورکول کیږی. د دی تر څنګ محصلین هم باید د خپلو زحمتونو او کوښښونو احسان پر استادانو وا نه چوی. یو محصل باید د یوه هوښیار پانګوال په څیر خپل قیمتی وخت  او سرمایی ته په دقیق ډول سره حساب وکړی او هيڅ کله د خپلو هڅو او کوښښونو بار پر استاد و نه غورځوی. ځکه محصل دا هر څه چی کوی د ځان، خپلی کورنی او ورپسی د ټولنی لپاره یی کوی. محصل دی د تیر ایستلو کوښښ نه کوی ځکه یوازی  له پوهنتونه کامیابیدل او سند په لاس راوړل د محصل د راتلونکی ژوند بریا او خوښی نه تضمینوی بلکه د ژوند هره برخه د پوهنتون د ازموینو په څیر د انسان څخه ازموینه اخلی. د انسان رښتینوالی، صبر، زغم، وړتیا، مقاومت، اراده، ثبات او پوهه، هر وخت تر ازموینی لاندی وی.
4.     څلورم: استاد باید د محصلینو چارو اړوند پریکړو کی ډیر زیات دقت وکړی. ځینی داسی مسائیل دی چی یوازی مادی اړخ لری خو ځینی یی بیا معنوی اړخ لری چی د دی دواړو مسائیلو په برخه کی باید تفکیک وسی. د بیلګی په ډول کله چی یو استاد محصل ته نمری ورکوی نو دا کار باید یوازی او یوازی د پایلو پر اساس تر سره سی. خو کله چی بیا استاد د یوه محصل د بد اخلاقی او بی پروایی په اړه باندی قضاوت او پریکړه کوی، نو باید پریکړه د صحیحوالی پر اساس وکړی. که څه هم د دی لپاره د نظم او دسیپلین کمیټی په پوهنتونو کی ایجاد سوی دی خو بیا هم ځینی وختونه همدا کمیټی صحیح او مناسب تصمیم نسی نیولای.  دا ځکه چی ځینی اصول او قوانین د پریکړو ساحه محدودوی.
5.     پنځم: د استادانو له لوری د محصلینو توهین او سپکاوی د محصلینو موقف او ارزښت د خپلو همزولو په وړاندی راټیټوی چی دا کار په هیڅ ډول دوی ته د زغملو وړ نه دی.  محصلین هم د ځانګړی شخصیت او وقار درلودونکی دی او هیڅ کله نه غواړی چی د خپلو همزولو په وړاندی دی ورته توهین وسی.  بلکه د دوی درناوی او احترام باید وسی. که چیری د یوه استادا لخوا په تکراری ډول سره د یوه محصل توهین او سپکاوی وسی نو په داسی حالت کی محصل هم د استاد په وړاندی عکس العمل ښیی چی بالاخره پایله یی په شخړه او جنجال بدلیږی.
بی ځایه او سپکی ټوکی د لارښوونو او نصیحت مؤثریت له منځه وړی. ټوکی ښی دی او زموږ د ژوند مالګه جوړوی، خو استاد باید د ټوکی نوعیت (چی توهین آمیزه نه وی)، مکان او زمان ته په کتلو سره دا کار وکړی. د محصلینو سره بی ځایه ټوکی کول، هغوی په سپکو او بدو نومونو نومول د استاد او محصل دواړو حیثیت ته تاوان رسوی. او د دوی  تر منځ د لارښوونی او زده کړی موخه پیکه کوی. په داسی حالاتو کی د استاد  هر ډول وعظ او لارښوونه پر محصل تاثر نه کوی.  ځکه محصل همدا استاد په یوه ټوکمار او  بی پروا شخص پيژنی. محصلین داسی استاد د خپل رول ماډل په حیث نه منی.  هغه استاد د محصلینو لپاره رول ماډل جوړیدلای سی کوم چی پوه، بادسیپلینه، د ښو اخلاقو درلودونکی، مهربانه او رښتینی وی. استاد باید پر ډیرو کوچینیو غلطیو باندی محصل د ټولګی څخه و نه باسی. پر لږ څه ناوخته راتګ باندی یی د ټولګی څخه منع نه کړی. او هیڅ کله یی نقدی جریمه نه کړی. ځکه دا ټول کارونه د دوی تر منځ اړیکو ته ډیر سخت ضرر رسوی.
6.     شپږم: استاد باید تل د ښی اماده ګی تر څنګ ډیره زیاته هڅه وکړی چی په ټولګی کی د اصلی موضوع څخه انحراف و نه کړی. بی ځایه مثالونه او کیسی و نه کړی. په هیڅ برخه کی مبالغه و نه کړی. د دی تر څنګ هر سوال ته ځای پر ځای ځواب ورکول حتمی نه دی. استادان او محصلین دواړه باید په دی پوه سی چی په ټولو شیانو باندی پوهیدل امکان نه لری. ځکه نو، په ټولو شیانو نه پوهیدل ګناه نه ده، بلکه د محصلینو غلط پوهول تر ټولو ستره تیروتنه او ګناه ده. استاد باید د محصلینو د پوهی د کچی مطابق تدریس او خبری وکړی. او کوښښ وکړی چی د محصلینو د پوهی او جذب  قوه وپیژنی. دا ټول کارونه د محصلینو له لوری پر استاد باندی د باور کچه لوړوی چی بالاخره دا باور د دوی تر منځ د ښو اړیکو سبب ګرځی.

استاد باید د خپلو اساسی دندو لکه تدریس، علمی څیړنی او اداری چارو تر څنګ د محصلینو سره ښی اړیکی جوړی کړی تر څو وکولای سی د همدی لاری د هغوی فکری روزنه تر سره کړی.  داسی چی هغوی خپلو ملی او  کلتوری ارزښتونو ته متوجه کړی او هغوی ته د وطن او ملت پرستی روحیه ورکړی. د استاد یوه ډیره ستره دنده همدا د معنوی ارزښتونو ترویج دی چی دا کار یوازی او یوازی پوه، پاک، سپیڅلی او متقی اشخاص په هغه وخت کی تر سره کولای سی کله چی دوی د محصلینو سره ښی اړیکی ولری. د یادولو وړ ده چی دا اړیکی باید یوازی او یوازی  د رښتینوالۍ، وړتیا، ثبات، وفاداری، پرانیستی نیت  او د اخلاص پر ابعادو ولاړی وی نه د بدلاری کولو او تیرایستلو پر بڼسټ.

د ټولنی رفا او پرمختګ په کار پوه، سپیڅلو او متقی رهبرانو ته ضرورت لری. او که چیری زموږ نوی نسل د پوهنتونو څخه بیله د هیواد پالنی د روحیی څخه فارغ سی او کومه انګیزه  و نه لری نو به خامخا د پردیو جاسوس او ګډاګی جوړیږی. ځکه نو د هیواد او خاوری سره مینه او د هغوی ساتنه باید زموږ په ژوند کی لومړیتوب ولری. د یوه انسان بقا د  خپلی خاوری او هیواد سره تړلی ده.  داسی نه سی کیدلای چی ټولنه په ویر او غم مبتلا وی خو د همدی ټولنی یو فرد دی خوښ او خوشحاله په امن کی ژوند کوی.

بری مبارز
پنجاب، هند

۱۷- اپریل - ۲۰۱۸ 

No comments:

An Assessment of Public Administrative Reforms in Afghanistan

Abstract This is a library based historical and qualitative research which reviews public administrative reforms in Afghanistan with a f...