Thursday, January 31, 2019

د زړه پنجره ماته سول

د  زړه پنجره ماته سول، راووتئ  نفس
بېرته به رانسي، و دې خوا ته د قفس

تللي یاران کله راسي؟ ولي پر ما ژاړې؟
مه کوه خواري، نور مه کړېږه په عبس

ښکلی که بدرنګ وي، د یو چا د زړه ټکور وي
ورک سي دې جهان نه، اتفاقاً په یو خس

ټول ورځو بې فکره!، د دې لاري همسفر یو موږ
خلاص به مو نفس سي، په خندا او په هوس

زما بري دېره کي، د غمو خبري تل کېږي

لږ شانتي خواږه  را ته، په شان سي د اطلس

Sunday, January 27, 2019

مینه څه ده؟

شپې به تېري، ورځي تېري
له خوندونو څخه لېري
ځوان خوبونه به زاړه سي
د دوږخ د اور له وېري
نه به موړ په دې نعمت سې
نه به پوه په دې حکمت سې
بس سودا به کړې له وهمه
که نه غرق به په لعنت سې
مینه څه ده؟ کاروبار دئ!
دواړو کونو (جهانو) کي دا کار دئ
دلته رکن د مادیاتو
هلته ذکر د بادار دئ
که دولت او شهرت نه وای
که حاجت او رحمت نه وای
چا به کړی عبادت وای
که دوږخ او جنت نه وای
لږ څه پوه په دغه راز سئ
له سکوته څه اواز سئ
فکر خلاص له غلامۍ کړئ
بیا به ژوند کي سرفراز سئ

Wednesday, January 23, 2019

ته کله راځې؟


د نوروز بلبلان راغلل خو بهار لا ښکاره نسو
شبپر ستون سو وخپل کور ته خو سهار لا ښکاره نسو

شپېلۍ شپون وږغوله د کسۍ په دنګو غرو کي
خوار مزلو ډېر ستړی کړئ خو بېزار لا ښکاره نسو

د اوږده سفر بېړۍ مي د دریاب څنډي ته راغله

رقیبان دي ټول راغلي خو دلدار لا ښکاره نسو

An Assessment of Public Administrative Reforms in Afghanistan

Abstract This is a library based historical and qualitative research which reviews public administrative reforms in Afghanistan with a f...