Friday, February 22, 2019

د سازمان (Organization) او نهاد (Institution) تر منځ توپیر

د سازمان (Organization) او نهاد (Institution) تر منځ توپیر

موږ ټول د خبرو په وخت کي د سازمان او نهاد اصطلاحات یو د بل په عوض کارؤ، چي دا کار کوم خاص عیب نه لري، خو په علمي لحاظ دا دواړه اصطلاحات یو له بل سره توپیر لري. د دوئ داوړو تر منځ عمده توپیرونه په لاندي ډول دي.

1.     د سازمان دکلمې ریښه: د سازمان کلمه د لاتیني کلمي اورګانم (Organum)  څخه سرچینه اخلي چي د وسیلي او غړي(عضوه) معنا ورکوي او وروسته لومړی په فرانسوي او بیا په انګلیسي ژبو کي د سازمان (Organization)  په مفهوم وکارول سول.  
2.     د سازمان تعریف: سازمان د افرادو يو سنجول سوی ترتيب دئ چي د ځانګړو موخو د لاسته راوړلو لپاره کار کوي. هر سازمان درې ځانګړتياوي لري. دا مهمه نه ده چي سازمان لوی او يا هم کوچينی، دولتي او يا هم غيري دولتي، مذهبي او يا هم خيريه وي. د سازمان درې ځانګړتياوي په لاندي ډول دي.
1.     خلک
2.     ځانګړی جوړښت
3.     ځانګړي موخي

1.     د نهاد د کلمې ریښه: نهاد د لاتیني کلمي (Institutionem) څخه سرچینه اخلي چي د مزاج، ترتیب او لارښووني معنا ورکوي او وروسته په فرانسوي (Institucion) او بیا په انګلیسي (Institution) ژبو کي د اساس او نهاد په مفهوم وکارول سول.  
2.     د نهاد تعریف: نهاد عبارت له هغه بڼسټ څخه دی کوم چي په یوې ټولني کي ارزښتونو، افکارو، اصولو او د کړنو طریقو ته وده ورکوي. نهاد له دوام، عمومیت او استقلال څخه برخمن وي او د ټولني د وګړو کړني څاري. یا په بل عبارت نهاد د ارزښتونو، افکارو، اصولو او حیاتي فعالیتونو مجموعه ده کوم چي د ټولني اساسي ضرورتونه پوره کوي.  دا ارزښتونه، افکار، اصول او حیاتی فعالیتونه په غیري پلاني ډول په ټولنه کي د وخت په تېرېدو سره د تغیراتو په پایله کي په وجود راځي کوم چي بالاخره د ټولني وګړي یې په رسمیت پیژني او د هغوئ د تطبیقولو او تقویه کولو لپاره سازمانونه ایجادوي. نهادونه په حقیقت کی د ټولنو تنظیموونکي دي.
یو سازمان د نهاد کچي ته هغه وخت رسیدلای سي کله چي سازمان په ټولنه کي د غوره افکارو او ارزښتونو د تولید او ترویج وړتیا پیدا کړي. په کومو ټولنو کي چي غوره افکار او ارزښتونه وده نه کوي، یو له سترو لاملونو څخه یې هم په ټولنه کي د سازمانونو ټیټ ظرفیت دئ. هر هغه سازمان چي د خپلو فعالیتونو پر اساس په ټولنه کي مثبت تغیر د خیر ښېګڼي په موخه را نه ولي د نهاد کچي ته نسي رسیدلای. دا په دي معنا چي سازمانونه د وخت په تېریدلو سره باید د دي توانایي پیدا کړي تر څو په اړوند برخه کي تولید او ترویج وکړي. زموږ په ټولنه کي اکثریت سازمانونه کمزوري دي او د نهادونو کچي ته لا تر اوسه نه دي رسیدلي ځکه نو په ټولنه کي کوم مثبت تغیر نه تر سترګو کېږي. زموږ  ښوونځۍ، پوهنتونونه، محاکم او داسي نور سازمانونه ټول په ابتدایي حالت کي دي چي د تقویې لپاره یې باید د نظر خاوندان لاس په کار سي.
لاندي مثالونه د سازمان او نهاد تر منځ توپیر نور هم ښه روښانه کوي.

په ورځني چارو کي موږ ښوونځیو او پوهنتونونو ته تعلیمي نهادونه وایو چي دلته ښوونځۍ او پوهنتونونه سازمانونه او په هغوئ کي تعلیم نهاد دئ.  اریانا افغان شرکت او کام ایر سازمانونه دي او ترانسپورت نهاد دئ. محکمه سازمان او قانون نهاد دئ. د بېلګي په ډول د عدم تشدد مفکوره چي خان عبدالغفار خان او ګاندي د انګریزانو څخه د ازادۍ اخیستلو په موخه راپیل کړې وه، موږ افغانان تر اوسه په دې نه یو توانېدلي چي دا مفکوره په ټولنه کي ترویج او وده ورکړو هغه ځکه چي زموږ سازمانونه ضعیف دي. موږ داسي قوي سازمان نه لرو چي د عدم تشدد مفکوره په ښه ډول ترویج او وده ورکړي.

Tuesday, February 19, 2019

راسه ای دلبره

راسه ای دلبره، لږ نظر کړه زما پر حال باندي
ښکل به دي په خوند کړم، د تندي پر شینکي خال باندي

راسه ای دلبره، چي خوږمن زړه درته څه وایي
ټول عمر د ژوند ئې، دئ تېر سوی په زوال باندي

راسه ای دلبره، د اغیار ګټه مو ډېره سول
پوه کړه ځان هوښیاره، د قاصد په دې احوال باندي

راسه ای دلبره، نور کینه په زړه کي مه ساته
در به دي ځواب کړم، ستا په هر ګیله من سوال باندي

راسه ای دلبره، بې له تا مي دېره خوند نه کړي
بلي مړې ډېوې کړه، په دا خپل ښکلي جمال باندي

راسه ای دلبره، بری ستا په انتظار ناست دئ

لنډي دا شېبې کړه، د خپل حسن په وصال باندي 

An Assessment of Public Administrative Reforms in Afghanistan

Abstract This is a library based historical and qualitative research which reviews public administrative reforms in Afghanistan with a f...