Saturday, March 16, 2019

ډېر منفي فکر کول د څه شي سبب ګرځي؟

ډېر منفي فکر کول د څه شي سبب ګرځي؟

آیا کله مو هم له ځانه سره یو څو دقیقي پر دې باندي فکر کړی دئ چي تاسو د څه په اړه او ولي فکر کوئ؟ که مو دا کار نه وي کړئ سر له نن څخه یې شروع کړئ.  

لکه څنګه چي موږ د ژوندي پاته کېدلو لپاره خوراک او څښاک کوو، د پیسو ګټلو لپاره کار کوو، د ځان د ښایست لپاره بېل بېل د سنګار توکي کاروو او داسي نور په همدي شکل موږ باید د خپل فکر پر فکر کولو هم پام وکړو. انسان په طبیعي ډول بدي پېښي او خاطرې ژر له یاده نه باسي خو ښه یې بیا  ژر هېرېږي، د خلکو، شیانو او پېښو په اړه تر مثبت فکر منفي فکر ډېر کوي. خو د خوشبختۍ ځای دا دئ چي موږ انسانان د دې توانایي هم لرو چي خپل د فکر کولو ډول ته تغیر ورکړو.

ولي باید منفي فکر کم او مثبت فکر کولو ته وده ورکول سي؟

منفي فکر کول بد نه دئ خو ډېر منفي فکر کول د انسان احساسات متاثره کوي. او احساسات بیا د انسان پر کړونو تاثیر کوي. د منفي فکر پر بنیاد کړني بیا د نورو خلکو د اذیت او ازار سبب ګرځي چي بالاخره د انسانانو پر خپل منځي اړیکو منفي اثر غورځوي. د دې تر څنګ زموږ صحت او ورځني ژوند ته ډېره زیاته صدمه رسوي. زموږ د ژوند خوشحالۍ له منځه وړي. پر ځان، نفس او نورو خلکو (کورنئ، دوستانو، ملګرو او همکارانو) باندي باور له منځه وړي. ناامیدي، مایوسي، ژور خفګان، وېره، بې عاطفګي، غوسه د ډېر منفي فکر کولو په نتیجه کي رامنځ ته کېږي.
مثبت فکر کول برعکس د ښه صحت، خوشحالۍ، خلاقیت، په چارو کي د بریا، د کورنۍ، دوستانو، ملګرو او همکارانو سر د ښو اړيکو سبب ګرځي. 

څنګه کولای سو چي د منفي فکر کولو مخه ونیسو؟

که څه هم سخت خو ناممکن کار نه دئ. دا کار یو څه تمرین او دسیپلین ته ضرورت لري.

1.       د هري ورځي په پای کي د یو څو دقیقو لپاره ځان یوازي کړئ او د ټولي ورځي کړني چي تاسو تر سره کړي تر نظر تېري کړئ. خپل ټول منفي افکار او کړني د یاداشت په کتابچه کي ولیکئ. او دهغوئ د له منځه وړلو لپاره د ښو افکارو یو لست جوړ کړئ. دا لست هره ورځ تعقیب کړئ تر څو خپل ټول ښه کارونه تقویه او بد له مینځه یوسئ.
2.       خپل ځان د نورو خلکو سره په مناظرو کي تل پر حق مه ګڼئ. د نورو خلکو شخصي ژوند، نظر او فکر ته هم احترام وکړئ.  
3.       د نورو خلکو په اړه هیڅ کله قضاوت مه کوئ. خلک، شیان او پېښي تل داسي نه وي لکه څنګه چي موږ یې استنباط کوو.
4.       د هغو ملګرو څخه لېري اوسئ کوم چي د هر شي په وړاندي تل منفي فکر کوي او تل ټولو خلکو، شیانو او پېښو ته د شک په سترګه ګوري.
5.       په هغه څه لاس مه وهئ چي نه پرې پوهېږئ. هر سړی پیدا دئ خپل خپل کار لره کنه
6.       په خپلو مجالسو په خاص ډول په کور کي د نورو خلکو غیبت او تعصبي خبري مه کوئ ځکه نه یوازي تاسو بلکه ستاسو ماشومان هم ستاسو د دې ډول کړونو څخه متاثره کېږي. ماشومان له همدې ځایه د منفي فکر کولو عادت خپلوي.
7.       د ځان لپاره یو ښه هدف وټاکئ. او د هغه لپاره منظم کاري چوکاټ جوړ کړئ.
8.       هره ورځ یو څه مطالعه وکړئ.  
9.       هره ورځ لږ څه سپورت وکړئ تر څو د ښه صحت خاوندان واوسئ.   سلیم عقل په سالم بدن کي وي.
10.    ځان تل د یو ښه کار په تر سره کولو سره بوخت وساتئ تر څو د بې ځایه ذهني اختلال څخه خوندي و اوسئ. 

No comments:

An Assessment of Public Administrative Reforms in Afghanistan

Abstract This is a library based historical and qualitative research which reviews public administrative reforms in Afghanistan with a f...