Sunday, October 21, 2018

جنون او لیونتوب

یو تر بل بدتر را کړه،  جامونه ای ساقي
غم راته نن هسي، په  هر رګ كي دئ یاغي

څکل مي عادت نه وه، نه په کار مي میخانه ساقي
نن به کړم جامونه، میخانه کي ستا خالي

څکم به یې تر هغه، چي هر رګ له غمه پاک نه کړم
نه دي دا څو جامه، زما غمونو ته کافي

کټ، کټ په خندا سو، ساقي وویل قربان دي سم
ولي دي تلوار دئ، په رنګ سور سپین، ګلابي

دلته چي راغونډ دي، دا د میني لیوني دي ټول
ټول په سر سودا کړي، یو خو ته نه یې نامي

دا ځای د میخورو دئ، د میني دئ د حسن دئ
دلته درد درمل سي، ژوند په مرګ کي ازادي

دا ښکلی سفر دئ، چی نصیب د یو څو ښکلو سي
کله سي اوچت سر، چي پري وسي غلامي

دلته خلاصون نسته، له جنون او لیونتوبه څه
پورته کړه بریه جام!  تري سر کړه  قرباني

۲۱ – اکتوبر – ۲۰۱۸

Saturday, October 13, 2018

ژبه

وكړه استعمال لږ د خوږې  ژبي
کله سي تابع څوك په ترخې ژبي

داغ پر زړګي جوړ د ژبي، نسي جوړ
پام چي غافل نسئ له لندې ژبي

کله چي انصاف د دوو تر منځ کوئ
وکړه  انتخاب  په  بې  پرې  ژبي

يو لفظ خلاف  هيڅ  كله  مه  كوه
كه دي سر پرې كيږي پر دې ښې ژبي

تل به وي سركښته شرمنده به وي
كه يې ويل تل  كړل  په كږې ژبي

ژبه  وا  له  فکره څخه وروسته کړه
بچ به کړئ  آبرو  له  بې  مزې  ژبي

پند په غوږ کي ونیسه د ستر انسان (محمد ص)
څه عجب کیسي کړي د ښایستې ژبي

راسه  ما بري  سره  لږ  كښېنه  ته
خوند به در معلوم سي د پستې ژبي


۱۳ – اکتوبر – ۲۰۱۸

An Assessment of Public Administrative Reforms in Afghanistan

Abstract This is a library based historical and qualitative research which reviews public administrative reforms in Afghanistan with a f...