Sunday, August 19, 2018

پاڅه پاڅه ای زلمیه! پاڅه پاڅه ای زلمیه!

پاڅه پاڅه ای زلمیه!  پاڅه پاڅه ای زلمیه!
پاڅه پاڅه ای زلمیه!  -   ستا خدمت ته ضرورت دی
نوی ژوند نوی سهار دی
ستا قووت زموږ په کار دی
دغه وخت دي د سیالۍ دی
هسي مه کوه لټي   -   پاڅه پاڅه ای زلمیه! پاڅه پاڅه ای زلمیه!
پاڅه پاڅه ای زلمیه! چی بانګونه د سهار دي
پرېږده مه کوه خوبونه
دغه فصل دي د کار دی
ستا غیرت او احساسات
د نړۍ پر مخ روښان کړه
تمدن ته اماده سه
دا تیاره ژوندون رڼا کړه
شال پر سر د کونډو ښځو
یتیمانو ته ابا سه  -  پاڅه پاڅه ای زلمیه! پاڅه پاڅه ای زلمیه!
پاڅه پاڅه ای زلمیه! خپل په مینه سره یو کړه
دا پاشلي ټبرونه
دي خپل وران ویجاړ وطن کي
بیا ژوندی انسانیت کړه
د کلنو پر خزان مو
راښکاره یو پسرلی کړه
چي خندا او تبسم وي
د بلبلو او د ګلو
بوراګاني پري نڅا کړي
داسي وخت را ته ښکاره کړه  -  پاڅه پاڅه ای زلمیه! پاڅه پاڅه ای زلمیه!
پاڅه پاڅه ای زلمیه! دا کارونه سي په علم
د پتنګ په څېر کباب کړه
خپل سینه او وزرونه
کلک دي عزم اراده کړه
وارخطا نه سي زلمیه
خدای ملګری د هغو وي
چي ئي موخه وي رښتینې
د سیالۍ په هر ډګر کي
بری تل د مبارز وي   -   پاڅه پاڅه ای زلمیه! پاڅه پاڅه ای زلمیه!

کاشکي

کاشکي زړه مي د غنچې په شکل وا وای
چي لیدلی دي په سترګو، حال زما وای

ما به هله په خوله حال وای بیان کړئ
چي قاضي زموږ د وخت، په زړه صفا وای

کاشکي نه وای پیدا سوی دې دنیا کي
یا په شان د احمقانو، بې پروا وای

د ساعت په څېر آرام نه لرم شب روز
دا ستړیا مي وای سودمنه، یا هوسا وای

کاشکي توان مي د ظالم د مرګ درلودای
یا قبوله مي د زړه، د تل ښیرا وای

که معلوم را ته د خپل تندي قسمت وای
خپل تندی به مي مات کړی، لا پخوا وای

د ځنګله په څېر بې پرسه بې حسابه
کاشکي دلته د هر جرم، خپل سزا وای

دې دنیا کي پاک حلال روا مشکل دي
په هیڅ بد کي مشکل نسته، چي روا وای

کیف به نه وای د شرابو په جامو کي
که په وعظ کي تاثیر، لږ د ملا وای

دوی وژل به په نعمت د حورو نه کړای
که باور پر وحدانیت ئې، په رښتیا وای

استشهاد او انتحار به چا پر څه کړای
که جنت ور لره جوړ، پر دې دنیا وای

تل د عدل دروازې به وای پرانیستي
که عمر غوندي یو څوک، د ښار پاچا وای

غلامي د بل توپک به نادان نه کړای
که قلم د فکر لار د ده آشنا وای

د درو ورځو په ماتم به “بری" څه کړي
کاشکی زړه کي دي، یادونه تل زما وای
۱ ـ ۵ ـ ۲۰۱۸

پنجاب، هند

Friday, August 17, 2018


ځیني پیښي مي پريشان کړي
سر مي ځوړند په ګرېوان ګړي
را ته تنګ دا لوی جهان کړي
چی سودا کوي د خپلو
داسی خلک مي حیران کړي

اوښکي توئ کړی تل د مکر
غولوي تسبېح د ذکر
د خپل رب سره په چل وي
وران دا خپل ښکلی مکان کړي

غټي خولې کوچیني فکرونه
لړزوي د عقل زړونه
چی ئې کار فقط غیبت وي
څه به جوړ له دي جهان کړي

که ژوند حسن او جمال وي
خو انسان ئې بې کمال وي
ټول کارونه سرچپه سي
هم بري ته ژوندون ګران کړي
ځیني پیښي مي پريشان کړي
سر مي ځوړند په ګرېوان ګړي
را ته تنګ دا لوی جهان کړي
چی سودا کوي د خپلو
داسی خلک مي حیران کړي
۲۸ جولای ۲۰۱۸

An Assessment of Public Administrative Reforms in Afghanistan

Abstract This is a library based historical and qualitative research which reviews public administrative reforms in Afghanistan with a f...