کاشکي زړه مي
د غنچې په شکل وا وای
چي لیدلی دي
په سترګو، حال زما وای
ما به هله په
خوله حال وای بیان کړئ
چي قاضي زموږ
د وخت، په زړه صفا وای
کاشکي نه وای
پیدا سوی دې دنیا کي
یا په شان د
احمقانو، بې پروا وای
د ساعت په څېر
آرام نه لرم شب روز
دا ستړیا مي
وای سودمنه، یا هوسا وای
کاشکي توان
مي د ظالم د مرګ درلودای
یا قبوله مي
د زړه، د تل ښیرا وای
که معلوم را
ته د خپل تندي قسمت وای
خپل تندی به
مي مات کړی، لا پخوا وای
د ځنګله په
څېر بې پرسه بې حسابه
کاشکي دلته
د هر جرم، خپل سزا وای
دې دنیا کي
پاک حلال روا مشکل دي
په هیڅ بد کي
مشکل نسته، چي روا وای
کیف به نه وای
د شرابو په جامو کي
که په وعظ کي
تاثیر، لږ د ملا وای
دوی وژل به
په نعمت د حورو نه کړای
که باور پر
وحدانیت ئې، په رښتیا وای
استشهاد او
انتحار به چا پر څه کړای
که جنت ور لره
جوړ، پر دې دنیا وای
تل د عدل دروازې
به وای پرانیستي
که عمر غوندي
یو څوک، د ښار پاچا وای
غلامي د بل
توپک به نادان نه کړای
که قلم د فکر
لار د ده آشنا وای
د درو ورځو
په ماتم به “بری" څه کړي
کاشکی زړه کي
دي، یادونه تل زما وای
۱ ـ ۵ ـ ۲۰۱۸
پنجاب، هند
No comments:
Post a Comment