یو تر بل بدتر را کړه، جامونه ای ساقي
غم راته نن هسي، په هر رګ
كي دئ یاغي
څکل مي عادت نه وه، نه په کار مي میخانه ساقي
نن به کړم جامونه، میخانه کي ستا خالي
څکم به یې تر هغه، چي هر رګ له غمه پاک نه کړم
نه دي دا څو جامه، زما غمونو ته کافي
کټ، کټ په خندا سو، ساقي وویل قربان دي سم
ولي دي تلوار دئ، په رنګ سور سپین، ګلابي
دلته چي راغونډ دي، دا د میني لیوني دي ټول
ټول په سر سودا کړي، یو خو ته نه یې نامي
دا ځای د میخورو دئ، د میني دئ د حسن دئ
دلته درد درمل سي، ژوند په مرګ کي ازادي
دا ښکلی سفر دئ، چی نصیب د یو څو ښکلو سي
کله سي اوچت سر، چي پري وسي غلامي
دلته خلاصون نسته، له جنون او لیونتوبه څه
پورته کړه بریه جام! تري سر کړه
قرباني
No comments:
Post a Comment