له کلو مي غولوې ته چي خندا راسره کړې
هڅوې مي و خپل مرګ ته هم ژړا راسره کړې
هڅوې مي و خپل مرګ ته هم ژړا راسره کړې
له دې ژونده دي بېزار کړم، اور دي ستا په یارانه سي
بې مطلبه یاري نکړې، تش سودا راسره کړې
بې مطلبه یاري نکړې، تش سودا راسره کړې
قاصد هم ماده پرست سو، د دوو زړونو روغه نه کړي
بس دا ستا نه یې زده کړي چي جفا راسره کړې
بس دا ستا نه یې زده کړي چي جفا راسره کړې
بری مبارز
۲۷ مارچ ۲۰۱۹
پنجاب، هند
۲۷ مارچ ۲۰۱۹
پنجاب، هند
No comments:
Post a Comment