Saturday, March 9, 2019

آیا انګېزه د شخصيت یو ځانګړتیا ده؟ Is motivation a personality trait

ځیني خلک یو ډول خو ځیني بیا بل ډول کار کول خوښوي. ځیني خلک د فوټبال خو ځیني بیا د کریکیټ لوبه خوښوي او داسي نور. په دې نړۍ کي هر شخص یو ډول نه یو ډول فعالیت تر سره کوي او هم یو ډول نه یو ډول شی خوښوي.  خو ټول اشخاص یو ډول فعالیتونه نه تر سره کوي او نه هم ټول اشخاص یو ډول شیان خوښوي. دا ځکه چي د هر شخص د علاقې ساحه له نورو سره توپير کوي او همدا علاقه ده چي انسان ته انګېزه ورکوي. اوس پوښتنه دا ده چي انګېزه څه شی ده؟

انګېزه عبارت له هغو هڅو څخه ده کوم چي د یوه شخص لخوا د یوې ځانګړي موخي د تر لاسو کولو لپاره تر سره کېږي. په انګېزه کي درې مهم عناصر لکه شدت، جهت او دوامداره مقاومت مهم رول لوبوي. انګېزه د شخصیت ځانګړتیا نه ده. انګېزې ته ځکه د شخصيت ځانګړتیا نه ویل کیږي چي په ټولو خلکو کي د شدت، جهت او دوامداره مقاومت په څه نا څه توپیر سره شتون لري، حال دا چي د شخصيت ځانګړتیاوي د یوه فرد څخه وبل فرد ته ډېر زیات توپیر کوي. د بېلګي په ډول یو شخص جګه ونه، شنې سترګي او ژړ ورېښتیان لري، ښې ټوکي کوي او ژر نه په غوصه کیږي خو برعکس بل شخص بیا کټ مټ دا ډول ځانګړتیاوي نلري.

شیان او حالات د انسانانو د تحریک سبب ګرځي، دا چي کوم وخت او څه شی دوئ ته انګېزه ورکوي دا یو له بل سره توپیر لري. د بېلګي په ډول زما یو ملګری بریالی د ناولونو لوستل خوښوي خو تدریسي کتابونه بیا نسي لوستلای، برعکس، بل ملګری مي، توریالی بیا تدریسي کتابونه ښه لوستلای سي خو د ناولونو لوستل یې بیا نه خوښېږي. دواړه ملګري مي لوستل کولای سي خو دا چي کوم ډول کتاب بریالي او کوم ډول کتاب توریالي ته ډېره انګېزه ورکوي دا د کتاب په نوعیت پوري اړه لري. او په همدې شکل حالات هم د دوئ دواړو پر کتاب لوستلو او یا هم نه لوستلو باندي تاثیر کوي.

حالات او د شیانو ډولونه د انسانانو د انګېزي سبب ګرځي. هر کله چي انسان د بېلابېلو حالاتو او شیانو سره په تماس کي سي بیا کولای سي چي د هغوئ له منځه ځیني خوښ او ځیني رد کړي. د بېلګي په ډول که یو څوک د یوې غذا خوند و نه ګوري څنګه کولای سي د هغې په اړه قضاوت وکړي؟ او ووایي چي بدخونده او یا هم خوندوره غذا ده.


په ښوونځیو او پوهنتونو کي هم یو محصل د ډېرو مضامنو تر لوستلو وروسته دا تصمیم نیولای سي چي کوم یو یې خوښ او او کوم یې خوښ نه دئ. هر کله چي موږ د شیانو سره په تماس کي سو او هغوئ تجربه کړو بیا موږ ته دا جوتېږي چي کوم شی زموږ د علاقي وړ او کوم یو نه دئ.  ځکه نو موږ باید په ژوند کي خلاص او پرانیستی فکر ولرو او بېلابېل شیان تجربه کړو تر څو په دې پوه سو چي کوم شی زموږ د انګېزې سبب کېږي. کله چي مو خپل د خوښي سره سم یو څه پیدا کړل بیا هغه په ښه ډول سره مخ ته یوسو تر څو په هغه برخه کي ښې لاسته راوړني ولرو. 

No comments:

An Assessment of Public Administrative Reforms in Afghanistan

Abstract This is a library based historical and qualitative research which reviews public administrative reforms in Afghanistan with a f...