Saturday, November 24, 2018

د رهبري او مدیریت اصطلاحات




رهبري او مدیریت هغه دوه اصطلاحات دي چي یو شمېر خلک یې یو د بل پر ځای کاروي. حال دا چي دا دوه اصطلاحات یو له بله سره ډېر زیات توپیر لري. جان پاول کوټر (John Paul Kotter) د هاروارډ پوهنتون استاد استدلال کوي چي مدیریت د موجوده پېچلتیاوو او مشکلاتو سره مقابله کوي. ښه مدیریت د پلانونو په طرحه کولو سره په نهادونو کی ثبات او نظم رامنځ ته کوي. خو برعکس رهبري و موجوده حالاتو ته د تغیر ورکولو په منظور هڅي کوي.
تعریف: د اهدافو د لاسته راوړلو په موخه د افرادو د متاثره کولو توان ته رهبري وایي. د خلکو د متآثره کولو سرچینی کیدلای سي چي رسمي او یا هم غیري رسمي وي. رسمي سرچیني هغه دي چي د یوه ارګان او دندی/مقام لخوا ورکول سوي وي. او غیری رسمي سرچیني کیدلائ سي چي یوه ټولنه او یا هم د خلکو یو ګروپ واوسي چیري چي سلسله مراتب، رسمي دندي او مقامونه وجود نلري.
رهبران د ښه راتلونکي لپاره د لېرلید په جوړولو سره لوری ټاکي او وروسته خلک د خبرو اترو (تبلیغاتو) په واسطه سره راغونډوي او هغوئ د خپل لېرلید په مرسته د مطلوبو اهدافو د لاسته راوړلو لپاره تشویقوي. مدیران بیا د هغه قانوني صلاحیت څخه په استفاده چي د دوئ په رسمي مقام/دنده کي دوئ ته ورکړل سوئ په واسطه د یوه نهاد د غړو موافقه او اطاعت ترلاسه کوي. مدیریت د همږغۍ، په کارګمارني (استخدام)، ورځنیو چارو او هغه لېرلید چي د رهبرانو لخوا ورکړل سوئ د تطبیق چاري په غاړه لري.
لوستونکو ته شاید پوښتنه پیدا سي چي ځیني افراد د مدیرانو پر پوسټونو باندي کار کوي او دوئ د همږغۍ، په کارګمارني (استخدام)، او د ورځنیو چارو تر څنګ د خپلو سازمانونو او څانګو لپاره لېرلید هم جوړوي. دا څنګه کیدلای سي ځکه چي موږ ویلي وه چي لېرلید جوړول یوازي د رهبرانو کار دئ؟ ځواب دا دئ چي په سازمانونو کي لوړ رتبه مدیران د مدیریتي دندو (پلان جوړونه، تشکیلاتي چاري، څارنه او کنترول) تر څنګ د افرادو د تشویقولو او هڅولو (چي دا دنده په تخنیکي لحاظ په رهبرۍ پوري اړه لري) دنده هم په غاړه لري. دا په دي معنی چي په سازمانونو کي رهبران او مدیران په بېل بېل ډول وجود نه لري بلکه همدا مدیران دي چي ځیني یې د مدیرت او رهبریت دواړي دندي په غاړه لري. یو شی باید په یاد ولرو هغه دا چي نه هم ټول مدیران رهبران او نه هم ټول رهبران مدیران دي.
په رسمي دندو کي هم ځیني مدیران د دي توانایي نلري چي خلک او چاري په ښه ډول سره تنظیم او رهبري کړي ځکه نو په سازمانونو کي ډېري زیاتي نیمګړتیاوي په وجود راځي. هغه افراد چي بیله د کومي رسمي دندي درلودلو څخه خلک متاثره کړي دا ډول خلک او د دوئ رهبري ډیره مؤثره وي ځکه چي رسمي واک هر وخت د چا سره نه وي او بل دا چي د رسمي واک او مقام په درلودلو سره کیدلای سي چي هر څوک تر یو بریده خلک د خپل ځان تابع وګرځوي.
نو دا لازمه نه ده چي څوک چیري او پر کوم پوسټ کار کوي. ځینی افراد یوازي د ښه مدیریت او ځینی بیا یوازي د ښه رهبریت مهارت لري، خو ځیني بیا هم د ښه مدیریت او هم د ښه رهبریت دواړو مهارتونه لري چي البته دا د دندي په نوعیت او ځای پوري اړه نلري. او دا باید وویل سي چي دنده که رسمي او یا هم غیري رسمي (شخصي) وي د دواړو مهارتونو درلودونکي اشخاص به پکښي ډېر بریالي وي نسبت هغو ته چي د یوه مهارت درلودونکي وي.

No comments:

An Assessment of Public Administrative Reforms in Afghanistan

Abstract This is a library based historical and qualitative research which reviews public administrative reforms in Afghanistan with a f...