Friday, November 30, 2018

The difference between Administration and Management


آیا کولائ سو چي د ادارې (Administration) او مدیریت (Management) اصطلاحات یو د بل پرځای استعمال کړو؟
ځواب: ځیني پوهان په دې اند دي چي د ادارې (Administration) او مدیریت (Management) د اصطلاحاتو تر منځ ډېر زیات توپیر سته او باید یو د بل پر ځای استعمال نسي. دوئ د ادارې (Administration) او مدیریت (Management) د اصطلاحاتو تر منځ لاندي توپیرونه وړاندي کوي

اداره (Administration   (
مدیریت (management)
1.      اداره د سازمان په لوړه کچه کي ځای لري.
1.      مدیریت د سازمان په منځنۍ کچه کي ځای لري.
2.      اداره په یوه سازمان کي د تصمیم نیولو د برخي څخه عبارت ده.
2.      مدیریت په یوه سازمان کي د تطبیق کوونکي برخي څخه عبارت دئ.
3.      اداره په لوړه کچه ادراکي مهارتونو ته ضرورت لري ځکه چي په سازمانونو کی د تصمیم نیوني د برخي نمایندګي کوي.
3.      مدیریت بیا په لوړه کچه تخنیکي او انساني مهارتونو ته ضرورت لري ځکه چي د سازمان د اجرائیه برخي څخه نمایندګي کوي.
4.      په اداره کي پریکړي تر ډېره بریده د عامه خلکو، د حکومت د پالیسیو، ټولنیزو او مذهبي فکتورونو پر اساس نیول کیږي.
4.      په مدیریت کي تر ډېره بریده پریکړي د مدیرانو د ارزښتونو،عقایدو او شخصي نظریاتو پر اساس نیول کیږي.
5.      اداره د پلان جوړوني او سازمان ورکوني فعالیتونه په غاړه لري.
5.      مدیریت بیا د کارکوونکو د تشویق او کنترول فعالیتونه په غاړه لري.
6.      د ادارې اصطلاح د یوه ارګان ټولي چاري په ځان کی رانغاړي.
6.      د مدیریت اصطلاح د ادارې د اصطلاح فرعي برخه تشکیلوي.
7.      په عمومي ډول د ادارې د اصطلاح څخه په دولتي سکتور کي ډېره استفاده کیږي.
7.      په عمومي ډول د مدیریت د اصطلاح څخه په خصوصي سکتور کي ډېره استفاده کیږي.


خبره پر دې ځای پای ته نه رسیږي، د ځینو پوهانو له نظره بیا اداره او مدیریت یو د بل مترادف اصطلاحات دي او موږ کولائ سو چي دوئ یو دبل په عوض استعمال کړو. د دې ډلي پوهانو له نظره دا ډېره ستونزمنه ده چي د دې دوو اصطلاتو تر منځ دي کوم ځانګړی توپیر څوک پیدا کړای سيیوازي هغه ښکاره توپیر چي موږ یې په ګوته کولائ سو هغه دا دئ چي د ادارې (Administration) اصطلاح په دولتي سکتور او د مدیریت (Management) اصطلاح بیا په خصوصي سکتور کي تر ډېره بریده کارول کیږي

یو شی چي باید په یاد یې ولرو هغه دا دئ چي د ادارې(Administration) اصطلاح په دوه مفهومه (سازمان/کارځای او پروسيس) او د مدیریت اصطلاح بیا یوازي په یوه مفهوم (پروسيس) کارول کیږي
موږ کولائ سو چي دا دوه اصطلاحات د پروسیس په معنا یو د بل په عوض وکارؤ. خو د مدیریت اصطلاح بیا د ادارې د اصطلاح په دوهم مفهوم (سازمان/کارځای) کي نسو کارولائ

د ادارې(Administration) د اصطلاح د استعمال دوه ډولونه (سازمان/کارځای او پروسيس) په لاندي ډول دي

1.      د ادارې (Administration) اصطلاح د سازمان/کارځای په معنا:
کله چي موږ دا اصطلاح د سازمان/کارځای په مفهوم کارؤ د دې څخه موخه یوازي سازمان دئ. د مثال په ډول. د افغانستان په دولتي ادارو کي فساد مخ پر کمېدو دئ. په دي جمله کي د ادارې اصطلاح د سازمان/کارځای په معنا کارول سوي ده.

2.      د ادارې (Administration) اصطلاح د پروسیس په معنا:
کله چي د ادارې اصطلاح د پروسیس په معنا کارؤ، د هغه څخه مو موخه د چارو مدیریت دئ. د مثال په ډول. د دولتي چارو اداره یو ستونزمن کار دئ. په دې مثال کي د ادارې اصطلاح د پروسیس په معنا کارول سوي ده.

No comments:

An Assessment of Public Administrative Reforms in Afghanistan

Abstract This is a library based historical and qualitative research which reviews public administrative reforms in Afghanistan with a f...