د زړه پنجره ماته سول، راووتئ نفس
بېرته به رانسي، و دې خوا ته د قفس
تللي یاران کله راسي؟ ولي پر ما ژاړې؟
مه کوه خواري، نور مه کړېږه په عبس
ښکلی که بدرنګ وي، د یو چا د زړه ټکور وي
ورک سي دې جهان نه، اتفاقاً په یو خس
ټول ورځو بې فکره!، د دې لاري همسفر یو موږ
خلاص به مو نفس سي، په خندا او په هوس
زما بري دېره کي، د غمو خبري تل کېږي
لږ شانتي خواږه را ته، په شان سي د
اطلس
No comments:
Post a Comment