ګلستان واړه د ښکلو
ارمغان واړه د ښکلو
چی پری ښکلی هر یو ځای سی
دا جهان واړه د ښکلو
که پتنګ له ژونده تنګ دی
یا ادیب د شعر فرهنګ دی
د دوی مینه ښکلی ستایی
دی غلمان واړه د
ښکلو
که شاه دی که ګدا
دی
که بلبل او یا بورا دی
هسی وایی ترنم کی
ملنګان واړه د ښکلو
متقی کړی سترګی دواړی
په سجده کی خدای نه غواړی
په امید او تمه ناست
دی
ملایان واړه دښکلو
میخانو کی هیروی غم
د کلنو همراهی غم
په جامونو د شرابو
میخوران واړه د ښکلو
د سپوږمی د رڼا لومی
د جرس آواز پری درومی
دا ساربان رسوی هلته
خپل کاروان واړه د ښکلو
نور د مخ یی پلوشی کړی
پرستش یی فرشتی کړی
ځکه وایی چی اشرف دی
دا انسان واړه د
ښکلو
ښکلی یمه ښکلی غواړم
په ښکلا کی ښکلی ژباړم
ښکلی ښکلی زما بری دی
زه قربان واړه د ښکلو
یادونه: دا شعر می ډیر کلونه مخکی لیکلی.
No comments:
Post a Comment