Monday, May 13, 2019


جهاني صاحب ته!
ته زموږ د کور ډېوه یې
ته برېښنا ته پلوشه یې

ته یې شمع ته پتنګ یې
ته یې مشک او ته لونګ یې

ته دېوان ته خزانه یې
ته له عشقه دېوانه یې

ته ستر فخر د افغان یې
ځلاند ستوری پر اسمان یې

ستا لیکني ستا نظمونه
موږ ترې اخلو ډېر پندونه

زموږ ادب په تا ژوندی دئ
ستا له فکره څه بری دئ

ستا حیات کي دي موږ ستایو
که  ته  نه  یې نیمه خوا  یو

ګیله مه کړه له څو ټیټو
ستا شان ټیټ نسي په سپکو

موږ پوهېږو ګیله من یې
یې پر حق په زړه خوږمن یې

خفه نه سې جهاني
موږ دي ستایو قرباني

موږ ته وکړه بخښه مشره
له لویانو بیا تر کشره

بری مبارز
پنجاب، هند
۲۷ اپریل ۲۰۱۹

No comments:

An Assessment of Public Administrative Reforms in Afghanistan

Abstract This is a library based historical and qualitative research which reviews public administrative reforms in Afghanistan with a f...