Saturday, December 22, 2018

په رهبري کي د نفوذ پنځه مهمي سرچیني

په رهبري کي د نفوذ پنځه مهمي سرچیني

د نړۍ د ټولو پرمختللو ټولنو اصلاح او پرمختګ د ښو رهبرانو د زیار او زحمت نتیجه ده. په هره ټولنه کی سیاسي، اقتصادي، ټولنیز، مذهبي او داسي نورو برخو کي رهبران وجود لري چي هر یو یې د خورا زیات ارزښت درلودونکی او د ټولني په پرمختګ کي ډېر مهم رول لوبوي. دا چي رهبري یوازي او یورازي د تاثیر او نفوذ په مرسته تر سره کیږي ځکه نو ځیني خلک داسي فکر کوي چي دا کار یوازي په دولت کي د لوړ مقام په لرلو سره تر سره کیدلائ سي. خو په حقیقت کي داسي نه ده، موږ د ټولني په هره برخه کي رهبران لرو کوم چي رسمي دندي نه لري. په خلکو کی نفوذ کول، هغوئ متاثیره کول او هغوئ په مؤثره ډول رهبري کول د مقام تر څنګ ځیني نور مهم فکتورونه هم له ځانه سره لري.

په خلکو کي نفوذ کول او هغوئ متاثیره کول د لاندي پنځو سرچینو له لاري تر سره کیدلائ سي.

1.     مقام: مقام په خلکو کي د نفوذ کولو یوه مهمه سرچینه ګڼل کیږي خو رسمي مقامونه مؤقتي او قانوني واک لرونکي وي چي تر ډېره بریده شخص د پلویانو د ټولو ضرورتونو او غوښتونو پوره کولو لپاره د خپلي رسمي دندي د اصولو او قوانینو څخه انحراف نسي کولائ ځکه نو مقام کیدلائ سي چي د رهبرۍ مرجع واوسي خو په حقیقت کی تر څلورو نورو سرچینو (چي لاندي تشریح سوي) زیاته د باور وړ او تاثیرګذاره سرچینه نسي کیدلائ.
2.     پوهه او تجربه: د یوه شخص پوهه او تجربه د دې باعث ګرځي چي خلک د خپلو کارونو د تر سره کولو په وخت کي له همدې پوه او تجربه لرونکي شخص سره مشوره وکړي . داسي اشخاصو ته د ټولنو او سازمانونو په پرېکړو کي بې له دي چي رسمي دنده ولري د ګډون بلنه ورکول کیږي.
3.     نیټ وړک/جال: په عامه اصطلاح د سلام او دعا ملګري به ډېر وي خو د ژوند په چارو کي د چارو د تر سره کولو لپاره زړه ته نږدي افرادو ته خورا سخت ضرورت سته. ښه نیټ وړک په سختو حالاتو کي د رهبر سره د اهدافو په لاسته راوړلو کي ډېره زیاته مرسته کوي او د جنجال برانګیزه مسائیلو او مذاکراتو په وخت کي د رهبر د رایو پله درنوي. په پښتو ژبه کي متل دئ چي وایي؛ د یوه له لاسه ټک نه خېژي، په داسي حالاتو کي خورا صدق کوي. دا متل د دې تائید کوي چي د چارو په تر سره کولو کي د ملګرو نیټ وړک ډېر ضروري دئ.
4.     شخصیت: شخصیت په رهبرۍ کي ډېر مهم رول لوبوي. د شخص کردار او کړه وړه د دې سبب ګرځي تر څو شخص د خلکو پر زړونو حکومت وکړي. (د شخصیت موضوع لږ څه اوږده بحث ته ضرورت لري چي په راتلونکي پوسټونو کي به بحث ورباندي وکړو.)
5.     لاسته راوړني: هر کله چي یو څوک ډېری ښې لاسته راوړني ولري هغه تر ټولو زیات پلویان او خوښوونکي پیداکوي چي ژوندي مثالونه یې د فلم او سپورت په نړۍ کي مشهوره اداکاران، لوبغاړي او لوبډلي دي.  یو شخص یوازي او یوازي هغه وخت ښې لاسته راوړني درلودلائ سي کله چي په یوه ځانګړی ساحه کي ځانګړی پوهه او تجربه ولري. د دې تر څنګ د همدې کار د اجرا کولو لپاره پوره لیوالتیا ولري او هم د کار د اجرا کولو لپاره ښه زمینه مساعده وي. که چیري له دغو دریو (ځانګړې پوهه، لیوالتیا او فرصت) څخه یو یې نه وي شخص نسي کولائ چي کامیابي تر لاسه کړي.
په پایله کي ویلائ سو چي یو شخص تر ډېره حده د پوهي او تجربې، قوي نیټ وړک، ښه شخصیت (چي د خلکو په منځ کي باور ولري) او د زیاتو لاسته راوړنو په درلودلو سره کولائ سي چي د خلکو په منځ کي نفوذ وکړي او هغوئ متاثیره کړي نه دا چي یو شخص تش په نامه پر یوه دولتي مقام باندي په کار وګمارل سي.
د یادولو وړ ده چیري چي شفافیت موجود وي هلته لوړ مقام هم د ذکر سوو څلورو سرچینو (پوهه او تجربه، قوي نیټ وړک، ښه شخصیت او لاسته راوړني) په مرسته په لاس راځي. هغه کسان چي موقف ته بېله دې چي پورته څلور ذکر سوي سرچیني له ځانه سره ولري ورسېږي، په خپلو چارو کي د ستونزو او حتی د ناکامۍ سره هم مخ کیږي.

هغه افراد چي بېله کومي رسمي دندي درلودلو څخه خلک متاثیره کړي دا ډول خلک او د دوئ رهبري ډېره مؤثره وي ځکه چي رسمي واک هر وخت د چا سره نه وي او بل دا چي د رسمي واک او مقام په درلودلو سره کیدلائ سي چي هر څوک تر یو بریده خلک خپل تابع وګرځوي خو هغه هم یوازي د واکمنۍ په دوره کي.

No comments:

An Assessment of Public Administrative Reforms in Afghanistan

Abstract This is a library based historical and qualitative research which reviews public administrative reforms in Afghanistan with a f...