Sunday, October 21, 2018

جنون او لیونتوب

یو تر بل بدتر را کړه،  جامونه ای ساقي
غم راته نن هسي، په  هر رګ كي دئ یاغي

څکل مي عادت نه وه، نه په کار مي میخانه ساقي
نن به کړم جامونه، میخانه کي ستا خالي

څکم به یې تر هغه، چي هر رګ له غمه پاک نه کړم
نه دي دا څو جامه، زما غمونو ته کافي

کټ، کټ په خندا سو، ساقي وویل قربان دي سم
ولي دي تلوار دئ، په رنګ سور سپین، ګلابي

دلته چي راغونډ دي، دا د میني لیوني دي ټول
ټول په سر سودا کړي، یو خو ته نه یې نامي

دا ځای د میخورو دئ، د میني دئ د حسن دئ
دلته درد درمل سي، ژوند په مرګ کي ازادي

دا ښکلی سفر دئ، چی نصیب د یو څو ښکلو سي
کله سي اوچت سر، چي پري وسي غلامي

دلته خلاصون نسته، له جنون او لیونتوبه څه
پورته کړه بریه جام!  تري سر کړه  قرباني

۲۱ – اکتوبر – ۲۰۱۸

No comments:

An Assessment of Public Administrative Reforms in Afghanistan

Abstract This is a library based historical and qualitative research which reviews public administrative reforms in Afghanistan with a f...