Sunday, August 19, 2018

کاشکي

کاشکي زړه مي د غنچې په شکل وا وای
چي لیدلی دي په سترګو، حال زما وای

ما به هله په خوله حال وای بیان کړئ
چي قاضي زموږ د وخت، په زړه صفا وای

کاشکي نه وای پیدا سوی دې دنیا کي
یا په شان د احمقانو، بې پروا وای

د ساعت په څېر آرام نه لرم شب روز
دا ستړیا مي وای سودمنه، یا هوسا وای

کاشکي توان مي د ظالم د مرګ درلودای
یا قبوله مي د زړه، د تل ښیرا وای

که معلوم را ته د خپل تندي قسمت وای
خپل تندی به مي مات کړی، لا پخوا وای

د ځنګله په څېر بې پرسه بې حسابه
کاشکي دلته د هر جرم، خپل سزا وای

دې دنیا کي پاک حلال روا مشکل دي
په هیڅ بد کي مشکل نسته، چي روا وای

کیف به نه وای د شرابو په جامو کي
که په وعظ کي تاثیر، لږ د ملا وای

دوی وژل به په نعمت د حورو نه کړای
که باور پر وحدانیت ئې، په رښتیا وای

استشهاد او انتحار به چا پر څه کړای
که جنت ور لره جوړ، پر دې دنیا وای

تل د عدل دروازې به وای پرانیستي
که عمر غوندي یو څوک، د ښار پاچا وای

غلامي د بل توپک به نادان نه کړای
که قلم د فکر لار د ده آشنا وای

د درو ورځو په ماتم به “بری" څه کړي
کاشکی زړه کي دي، یادونه تل زما وای
۱ ـ ۵ ـ ۲۰۱۸

پنجاب، هند

No comments:

An Assessment of Public Administrative Reforms in Afghanistan

Abstract This is a library based historical and qualitative research which reviews public administrative reforms in Afghanistan with a f...