Friday, March 2, 2018

حریت


نور د مخ ئې چي څرګند سو، سحرګه سوه
غوټۍ پرانیستله غېږه ، ګلدسته سوه

مخ د ځمکي له خوښۍ په تبسم سو 
هره ونه ټوکېدله ، زرغونه سوه



هر ګیاه ئې مستغني کړ په خپل حسن
حدیقه کي د ایاز چي زمزمه سوه

په تراب کي ئې تحریک چي دا جنون کړ
د حسرت مراندي ئې پرې کړې، تکه شنه سوه

ګزند نه دی د بلبلو و بلغاک ته
دا روستا د سعادت یا پرشته سوه

په الحان باندي اقبال ئې هر موجود کړئ
دی حریت غوندي کیهان ئې پنجره سوه

بشارت ته ئې له اوښکو ډکي سترګي
انتظار د زړه کوڅه هره شیبه سوه

د ګل مخ ته په کتلو څرګندیږي
په سرو شونډو خندېدل ئې ننداره سوه

توامان ئې بیا د میني ادیبان کړل
صومعه ئې پرانیستل دا یې پلمه سوه

اعجاز نه دی سحر نه دی دا مقام دئ
دا د زړه هره خبره دردانه سوه

سزاوار چي مبارز یې زه بری کړم
ارمغان کي د ارم چي زما شپه سوه

No comments:

An Assessment of Public Administrative Reforms in Afghanistan

Abstract This is a library based historical and qualitative research which reviews public administrative reforms in Afghanistan with a f...