Saturday, February 10, 2018

تحلیل باید څه ډول تر سره او تعمیمونه جوړ کړل سی!

زه فیسبوک ډیر نه کاروم ، خو کله نا کله چی سر  ور ښکاره کړم  نو  ځینی لیکنی  لولم. په  دی لیکونو  کی ځینی لیکنی ډیری ښی وی خو ځینی یی بیا ډیری کمزوری وی. کمزوری لیکنی  د احساساتو، شخصی درک او استنباط پر اساس لیکل سوی وی خو برعکس ښی لیکنی بیا د هر اړخیزه معلوماتو ، ډیر  ژور  فکر او  معقولیت پر اساس لیکل سوی وی.  

د دی لیکنی څخه می موخه دا ده چی لیکونکی ځینی هغه موضوعات (که څه هم ډیری لیکوالان په پوهیږی) چی په دی لیکنه کی  بحث پر سوی مراعت کړی. او تر ټولو مهمه دا چی لوستونکی باید په دی پوه کړل سی چی د لیکونو د لوستولو په وخت کی ځینی موضوعات په ډیر غور سره ولولی او  ژور فکر پر وکړی تر څو  د لیکوال د لیکنی په اړه غوره قضاوت وکړلای سی. که څه هم داسی قضاوت چی د انسان د خپلی خوښی، او ګټی څخه خوندی وی ممکن نه دی خو بیا هم انسان د ځینو شیانو په زده کولو سره تر ډیره حده پوری په نسبی ډول بی پری قضاوت کولای سی.

کله چی موږ  د  موضوعاتو  په اړه بحث کوو  د  دری ډوله استدلال څخه استفاده کوو چی لیکونکی او لوستونکی دواړه  باید دی ته ډیر ه زیاته  توجه وکړی. د دی لپاره چی قضاوت مو د موضوعاتو په اړه په نسبی ډول ښه سوی وی د استدلال پر درو ډولونو او تعمیمونو جوړولو باندی لږ څه بحث کوو.

1.    لومړی ډول استدلال، د کل څخه جز ته (Deductive Reasoning):


په دی ډول استدلال کی هڅه کیږی چی یوه موضوع  د کل څخه شروع او پر جز باندی یی پای ته ورسوی. د بیلګی په ډول:

1.    انسانان ټول فانی دی . (لویه فرضیه)
2.    احمد یو انسان دی . (کوچینی فرضیه)
3.    ځکه نو احمد فانی دی. (پایله)

پورته مثال د احمد مړینه په ډیر معقول ډول سره په اثبات رسوی چی پکښي هیڅ ډول نیمګړتیا  نه لیدل کیږی. دا ځکه چی د استدلال لومړی او دوهمه فرضیه دواړی صحیح دی ځکه نو پایله هم صحیح ثابته سوی ده. خو بدبختانه چی ځینی خلک دا ډول استدلال په ډیری بی پروایی او  غیری علمی ډول سره  وړاندی کوی. د بیلګی په ډول:

1.    (د قوم نوم )  ټول غله دی.
2.    احمد د (د قوم نوم) څخه دی.
3.    ځکه نو احمد غل دی.
                   یا
1.    پښتانه ټول تروریستان دی.
2.    احمد یو پښتون دی.
3.    ځکه نو احمد تروریست دی.
                  یا
1.    دینداره خلک ټول پاک او وطن دوسته خلک دی
2.    توریالی یو دینداره سړی دی
3.    ځکه نو توریالی یو پاک او وطن دوسته سړی دی
                  یا
1.    بی دینه خلک ټول خاینان دی
2.    توریالی یو بی دینه سړی دی
3.    ځکه نو  توریالی خاین دی
                  یا
1.    ټول هغه افغانان چی په خارج کی اوسیږی د خپل هیواد سره مینه نه لری
2.    توریالی په خارج کی اوسیږی
3.    ځکه نو توریالی د خپل هیواد سره مینه نه لری
                  یا
1.    ټول حیوانات واښه خوړونکی دی.
2.    زمری یو حیوان دی.
3.    ځکه نو زمری واښه خوړونکی دی.

په پورته ټولو مثالونو کی په واضح ډول سره معلومیږی چی پایلی صحیح نه دی دا ځکه چی د استدلال لومړی فرضیی (چی  د کل څخه شروع کیږی) غلطی دی.  هر کله چی په دی ډول استدلال کی لومړی فرضیه غلطه سی پایله یی بیله کومه شکه څخه غلطه وی. ځکه نو لیکوالان  باید  لومړی د فرضیی په جوړولو کی د ډیر زیات احتیاط څخه کار واخلی. داسی نه چی خدای مه کړه لوستونکی ګمراه کړی. ښه لیکوال هغه دی چی نور د غلطیو کولو څخه وژغوری.استدلال باید ډیر دقیق او د ثبوت وړ وی نه داسی چی د تعصبه څخه ډک او  غیری منطقی وی.

2.    دوهم ډول استدلال، د جز څخه کل ته (Inductive Reasoning):


په دی ډول استدلال کی برعکس موضوع د جز څخه شروع او پر کل باندی ختمیږی. دا ډول استدلال د هغو موضوعاتو لپاره کارول کیږی د کومو چی پایلی معلومی خو لاملونه یی معلوم نه وی. په داسی حالاتو کی د لاملونو پيدا کول ژورو څیړونو ته ضرورت لری.

د کل څخه جز ته استدلال د فرضیی په وړاندی کولو سره شروع کیږی ځکه نو د کل څخه د جز پر لوری حرکت کوی تر څو وړاندی سوی فرضیه په ثبوت ورسوی.   خو  د جز څخه کل ته استدلال بیا د پایلی (چی یو معلوم واقعیت وی) په وړاندی کولو سره شروع کیږی ځکه نو د جز څخه د کل پر لوری حرکت کوی تر څو وړاندی سوی پایلی ته یو معقوله پایله او تعمیم جوړ کړی.

د بیلګی په ډول، غواړو چی پوه سو، ولی ځینی کورنی خپل ماشومان ښوونځیو ته نه لیږی؟ د دی څخه مخکی، چی په دی اړه باندی ړوند قضاوت وکړو او ووایو  چی ټولی هغه کورنی چی خپل ماشومان ښوونځیو ته نه لیږی افراطیان دی او د ښوونځیو څخه نفرت لری دا به ښه وی چی د دی موضوع په اړه لومړی ژوری څیړنی تر سره، معلومات راغونډ، تحلیل او بیا تعمیم جوړ کړل سی.  په دی ډول حالاتو کی موږ تر هغه وخته پوری تعمیم نسو جوړولای تر څو چی موږ د دی موضوع په ریښی باندی پوه نه سو. کیدلای سی چی  د ماشومانو نه لیږل ښوونځیو ته یو  نه، بلکی ډیر زیات لاملونه ولری. دا لاملونه کیدلای سی، اقتصادی، امنیتی، ټولنیز او یا هم داسی نور و اوسی.

3.    دریم ډول استدلال، سببی استدلال (Causal Reasoning):


په دی ډول استدلال کی هڅه کیږی چی د علت او لامل تر منځ اړیکه په وجود راوړل سی. دا ډول استدلال پر شیانو، پیښو او یا هم افرادو باندی د انتقاد په ډول استعمالیږی. د یادولو  وړ ده چی  په دی ډول استدلال کی استدلال کوونکی د دی پر ځای چی د علت او لامل تر منځ حقیقی اړیکه  وښیی پیښو ته یوازی ربط ورکوی چی هغه کیدلای سی حقیقت و  نه لری. د بیلګی په ډول، په افغانستان کی د اوسنیو خونړیو بریدونو مسؤل د هیواد رئیس جمهور دی. دا یوه ډیره غټه ادعا ده چی ثابتول یی خورا ګران کار دی. او یا هم ووایو چی، نن سهار ستا پر مخ را کښینستم  ځکه می نو ټوله ورځ خرابه سول. زموږ د ټولی ورځی خرابیدل کیدلای سی چی ډیر نور لاملونه د ځانه سره ولری. څنګه کولای سو چی موږ پر یو چا باندی هسی بی مانا او بی بڼسټه تور ولګوو.

تعمیم جوړونه (Generalization)


کله چی موږ د اشخاصو، شیانو او یا هم موضوعاتو په اړه تعمیمونه (Generalizations) جوړو نو هغه باید په ډیر سیستماتیک ډول جوړ سی تر څو هغه په ټولو ځایونو کی صدق وکړی او د باور وړ وی. که څه هم په ټولنیزو علومو کی دا کار په مطلق ډول نه کیږی خو لږ تر لږه  د ډیرو لویو غلطیو مخه خو باید ونیول سی.

تيوري په ټولينزو علومو کي نسبت و طبیعي علومو ته يو څه کمزوری دي. دا ځکه چی ټولنیز علوم د انسانانو سره  سروکار لری چي انسانان ډير پيچلي جوړښت لري، په مختلفو ځایونو او وختونو کي مختلف سلوک اختياروي چي دا  د  دي باعث کرځي چي د ټولنيزو علومو تيوري د نړي په ټولو ټولنو کي په بشپړ ډول د اعتبار وړ نه  دي.  د دي لپاره چي يوه تيوري د اعتبار او باور وړ وګرځي بايد لاندي خاصيتونه ولري.

1.                دقيقوالی (Exactness)
2.                د اعتبار/باور وړتیا (Validity)
3.                د وړاندويني وړتیا (Predictability)

د بیلګی په ډول اوبه په مثبت ۱۰۰ درجي حرارت کي جوشيږي.  په دی تیوری کی پورته ټول خاصیتونه موجود دی

1.                دقيقوالی: اوبه په پوره مثبت ۱۰۰ درجو حرارت کی جوشیږی داسی نه چی ځینی وختونه تر سلو کم او یا هم زیاتو درجو کی جوش سی.
2.                د اعتبار/باور وړتیا:  د اوبو د جوشیدلو په اړه پورته نظریه د نړي په هر کنج او کنار کي بي له کوم توپير سره د باور وړ ده ځکه اوبه هر ځاي او هر وخت په ۱۰۰ درجي حرارت کي جوشیږی. یعنی د اوبو د جوش نقطه د ځای او وخت په تغیر سره هم نه بدلیږی.
3.                د وړاندويني وړ تیا: هر څوک په جرات سره ویلی سی چی که چیری د حرارت درجه مثبت ۱۰۰ ته ورسیږی نو اوبه جوشیږی او که درجه حرارت تر مثبت ۱۰۰ کمه وی بیا دا کار نه تر سره کیږی.
خو پورته ځانګړتیاوی د ټولينزو علومو په تيوريو کي څه نا څه کمزوري دي ځکه چی:

1.                د انسانانو سلوک د یوی دوری څخه وبلی ته،  د یوه حالت څخه وبل ته او حتی د یوه وخت څخه وبل وخت ته  تغیر کوی.
2.                د انسانانو سلوک ډیر سخت او  پیچلی دی ځکه نو د پوهی په چوکاټ کی په بشپړ ډول سره نه لویږی.
3.                د انسانانو سلوک یوازی د نورو انسانانو په واسطه مشاهده کیدلای سی ځکه نو د مشاهده کوونکو/څیړونکو د استنباط او احساساتو څخه متاثره کیږی چی بالاخره پایلی ثابتی او دقیقی په لاس نه سی راتللای. حال دا چی په طبیعی علومو کی د ماشینونو څخه استفاده کیږی چی ماشینونه د انسانانو په ډول احساسات نه لری.
4.                انسانان د مشاهدی او څیړنی د خبریدو سره سم خپل سلوک ته تغیر ورکوی چی دا  کار د څیړنی پایلی بی ګټی کوی.
د بیلګی په ډول، که ادعا  وکړو چی په ټولو ټولنو او سازمانونو کی د رهبري ډيموکراټيک ډول ډير کامياب دي. نو  آیا  دا  تعمیم به ټولی  پورته ذکر سوی ځانګړیتاوی په ځان کی ولری؟ ځواب، نه  دی. راځی چی پوه سو چی دا ولی؟   که په دی برخه کی دقیقه څیړنه تر سره سی نو دا نظریه به په ځینو ټولنو او سازمانونو کی تائید خو په ځینو کی  بیا رد سی. موږ په زړه ورتیا سره دا دعوه  نه سو کولای چی د نړی په هره ټولنه، هر سازمان  او هر زمان کی ټول خلک د رهبریت  ډيموکراټيک  ډول (Democratic Leadership Style) خوښوی. ځکه په ځینو وختونو او حالاتو کی ټولنی او سازمانونه شاید د رهبری استبدادی ډول (Autocratic Leadership Style)، او ځینی وختونه بیا د نه مداخلی ډول د رهبری  (Laissez faire Leadership style) ته ترجیح ورکړی.

دا چی دا تيوري په  انسانانو پوري تړلي ده او د ټولي نړي د انسانانو په اړه تعيمونه جوړول يو څه ستونځمن کار دي ځکه نو په ټولنيزو علومو کي تل د دي لپاره چي د غلطيو مخه نيول سوي وي پوهان د مطلق وړاندوينو او پيشنهاداتو څخه ډډه کوي. او تل توصيه کوي چي رهبران بايد د خپلو پلويانو د پوهي کچي، ضرورتونو، حالاتو او چاپيريال ته په کتلو سره د رهبريت  ډول غوره کړي.  يعني د ټولنيزو علومو پوهان تل د ټولنيزو علومو په تيوريو کي د احتمالي متحولونو (Contingency Variable)   توصیه کوی.

په یوه ټولنه کی تغیر یوازی او یوازی د ټولنی د غړو د روش/سلوک په تغیر سره منځ راځی. د دی څخه تر مخه چی د یوی پیښی، شی او یا هم شخص په اړه خپل منفی او  یا هم مثبت  نظر څرګند کړو لومړی باید هغه ښه تحلیل او تجزیه کړو.د ټولو شیانو انتقادی ارزونه ښه او صحیح کار دی خو بی ځایه او به اساسه انتقادات ښه نه دی. بدبختانه د تیرو څو لسیزو ناخوالو زموږ ټولنه منفی ګرا کړی ده  په هر څه کی لومړی منفی نقطی لټوی له دی نه مخکی چی هغه ښه تحلیل او ځان په پوه کړی. د هر شخص او نهاد  فعالیتونو ته د شک په سترګه ګوری او وایی چی په دی کی د دوی خپل شومی اهدف سته. دوی تر یو بریده پر حق دی ځکه په دی هیواد کی هرچا د اسلام، بشردوستی او ډیموکراسی تر نامه لاندی زموږ ټولنه د خپلو اهدافو لپاره وکارول. خو ځینی وختونه بیا ښه اشخاص د یو سپیڅلی هدف په تر لاسه کولو کی د همدی ټولنی د منفی ګرایی، ناپوهی  او شک له امله ناکامه پاته سوی دی چی دا کار د نه بخښلو وړ دی.


1 comment:

Basir Azizi said...

ډیر ښکلی معلومات

An Assessment of Public Administrative Reforms in Afghanistan

Abstract This is a library based historical and qualitative research which reviews public administrative reforms in Afghanistan with a f...