څه عجب رنګین سفر دئ، که سبا در سره مل وي
کل جهان به دي معطر سي، که دانا درسره مل وي

مست موجونه د دریاب چي، ورانوي د بلاد زړونه
ستا بېړۍ به غرقه نه کړي، که رښتیا درسره مل وي

هر مشکل به دي اسان وي، د سفر په دغه لار کي
که د مور او پلار دي نېکه، یو دعا در سره مل وي

No comments:
Post a Comment