ځوانانو سرې خولۍ پر سر کړئ، ځو پرلت ته ځو
د سولي ږغ، پر وطن ننګ، چي د جانان له خولې سي
داسی پاڅون، داسي تړو ن، داسي حکمت ته ځو
ستړی ستومانه، له کلنو موږ د سولي تږي
چي مو پوره کړي دا ارمان، داسي نعمت ته ځو
لار د غفار، چي د پښتین زلمي بری پکښي وي
داسي لاریون له لاري موږ ستر حقیقت ته ځو
۶ - اپریل - ۲۰۱۸
پنجاب، هند
No comments:
Post a Comment