آیا کولائ سو چي د ادارې (Administration) او مدیریت
(Management) اصطلاحات یو د
بل پرځای استعمال کړو؟
ځواب: ځیني پوهان په دې اند دي چي د ادارې (Administration) او مدیریت (Management) د اصطلاحاتو تر منځ ډېر زیات توپیر سته او باید یو د بل پر ځای استعمال نسي. دوئ د ادارې (Administration) او مدیریت (Management) د اصطلاحاتو تر منځ لاندي توپیرونه وړاندي کوي.

اداره (Administration (
|
مدیریت (management)
|
1. اداره د سازمان په لوړه کچه کي ځای لري.
|
1. مدیریت د سازمان په منځنۍ کچه کي ځای لري.
|
2. اداره په یوه سازمان کي د تصمیم نیولو د برخي څخه عبارت
ده.
|
2. مدیریت په یوه سازمان کي د تطبیق کوونکي برخي څخه
عبارت دئ.
|
3. اداره په لوړه کچه ادراکي مهارتونو ته ضرورت لري ځکه چي
په سازمانونو کی د تصمیم نیوني د برخي نمایندګي کوي.
|
3. مدیریت بیا په لوړه کچه تخنیکي او انساني مهارتونو ته
ضرورت لري ځکه چي د سازمان د اجرائیه برخي څخه نمایندګي کوي.
|
4. په اداره کي پریکړي تر ډېره بریده د عامه خلکو، د
حکومت د پالیسیو، ټولنیزو او مذهبي فکتورونو پر اساس نیول کیږي.
|
4. په مدیریت کي تر ډېره بریده پریکړي د مدیرانو د
ارزښتونو،عقایدو او شخصي نظریاتو پر اساس نیول کیږي.
|
5. اداره د پلان جوړوني او سازمان ورکوني فعالیتونه په
غاړه لري.
|
5. مدیریت بیا د کارکوونکو د تشویق او کنترول فعالیتونه
په غاړه لري.
|
6. د ادارې اصطلاح د یوه ارګان ټولي چاري په ځان کی
رانغاړي.
|
6. د مدیریت اصطلاح د ادارې د اصطلاح فرعي برخه تشکیلوي.
|
7. په عمومي ډول د ادارې د اصطلاح څخه په دولتي سکتور کي
ډېره استفاده کیږي.
|
7. په عمومي ډول د مدیریت د اصطلاح څخه په خصوصي سکتور کي
ډېره استفاده کیږي.
|
خبره پر دې ځای پای ته نه رسیږي، د ځینو پوهانو
له نظره بیا اداره او مدیریت یو د بل مترادف اصطلاحات دي او موږ کولائ سو چي دوئ
یو دبل په عوض استعمال کړو. د دې ډلي پوهانو له نظره دا ډېره ستونزمنه ده چي د دې
دوو اصطلاتو تر منځ دي کوم ځانګړی توپیر څوک پیدا کړای سي. یوازي هغه
ښکاره توپیر چي موږ یې په ګوته کولائ سو هغه دا دئ چي د ادارې
(Administration) اصطلاح په دولتي سکتور او د مدیریت
(Management) اصطلاح بیا په خصوصي سکتور کي تر ډېره بریده
کارول کیږي.
یو شی چي باید په یاد یې ولرو هغه دا دئ چي د ادارې(Administration) اصطلاح په دوه مفهومه (سازمان/کارځای او پروسيس) او د مدیریت اصطلاح بیا یوازي په یوه مفهوم (پروسيس) کارول کیږي.
موږ کولائ سو چي دا دوه اصطلاحات د پروسیس په معنا یو د بل په عوض وکارؤ. خو د مدیریت اصطلاح بیا د ادارې د اصطلاح په دوهم مفهوم (سازمان/کارځای) کي نسو کارولائ.

د ادارې(Administration) د اصطلاح
د استعمال دوه ډولونه (سازمان/کارځای او پروسيس) په لاندي ډول دي
1. د ادارې (Administration) اصطلاح د سازمان/کارځای په معنا:
کله چي موږ دا اصطلاح د سازمان/کارځای په مفهوم کارؤ د دې څخه موخه یوازي سازمان دئ. د مثال په ډول. د افغانستان په دولتي ادارو کي فساد مخ پر کمېدو دئ. په دي جمله کي د ادارې اصطلاح د سازمان/کارځای په معنا کارول سوي ده.

2.
د ادارې
(Administration) اصطلاح د پروسیس په معنا:
کله چي د ادارې اصطلاح د پروسیس په معنا کارؤ، د هغه څخه مو موخه د چارو مدیریت دئ. د مثال په ډول. د دولتي چارو اداره یو ستونزمن کار دئ. په دې مثال کي د ادارې اصطلاح د پروسیس په معنا کارول سوي ده.
کله چي د ادارې اصطلاح د پروسیس په معنا کارؤ، د هغه څخه مو موخه د چارو مدیریت دئ. د مثال په ډول. د دولتي چارو اداره یو ستونزمن کار دئ. په دې مثال کي د ادارې اصطلاح د پروسیس په معنا کارول سوي ده.