په خاموشۍ کي دي چشمان،
اظهار د میني کوي
هم په ګفتار کي دي
اسرار، اظهار د ميني کوي
پاس پر تندي دي ولونه
ولونه، تور زلفان نڅا کړي
هم دي د زني شینکی خال،
خمار د ميني کوي
د ګلاب پاڼي چي دي بندي، ستا په زلفو کی بيا
د بري شعر وایي دا حال،
اقرار د ميني کوي
۶- می- ۲۰۱۸
پنجاب، هند